د کرنې وزارت لخوا جوړ شوي چیک ډیمونه له اوبو ډک شوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۴ وری، ۱۴۰۳)
د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د لارښوونې سره سم، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د په جوړو شویو چک ډېمونو کې اوبه زېرمه شوي دي.
د عالیقدر امیرالمؤمین حفظه الله د لارښونې له مخې په لسو ولایتونو (اروزګان، کندهار، تخار، جوزجان، بدخشان، ننګرهار، لغمان، فاریاب، بامیان او داکندي) کې د ۴۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۳۸ چک ډېمونو د جوړولو چارې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ته سپارل شوې وه، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا یې د جوړېدو چارې په ښه توګه پرمخ ولاړ او اوس مهال په جوړ شویو چک ډېمونو کې اوبه زېرمه شوې ده.
دغه چک ډېمونه د وچکالۍ د زیانونو د کمولو، د سېلابونو مخنیوي، د موسمي اوبو مدیریت، د ځمکې لاندې اوبو د کچې لوړولو، د خاورې د تخریب مخنیوی او د یادو سیمو د رسوبي موادو مدیریت لپاره جوړ شوي دي.



