کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۴ وری، ۱۴۰۳ل)
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي ویلي، چې د سوریې په پلازمېنه “دمشق” کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسرائیلي اشغالګرو له خوا ترسره شوی برید به بې ځوابه پاتې نه شي.
ولسمشر رئیسي د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې د ایران پر کونسلګرۍ د اسرائیلو توغندیز برید یو ترهګریز جنایت او له نړیوالو قوانینو څخه جدي سرغړونه ده.
د نوموړي په خبره:صهیونیست رژیم د مقاومت د جبهې د جنګیالیو د ایمان او ارادې په وړاندې له ماتې او ناکامېدو وروسته د خپل ځان د ژغورلو لپاره لکه د دارن سپي په څیر هر لوري ته بریدونه پیل کړي دي.
ابراهیم رئیسي ویلي: د تل ابیب اداره به هېڅکله د دې ډول کړنو سره خپلو شومو موخو ته ونه رسیږي.
د رئیسي په خبره: موږ هره ورځ د مقاومت د جبهې د پياوړتيا او د اسرائیلو د ناروا کړنو پر وړاندې د آزادو ملتونو د کرکې او نفرت شاهدان يو. دا بزدلانه جنايت به یې بې ځوابه پاتې نه شي.”
د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو لخوا پرون په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي و، چې په دمشق کې د ایران پر سفارت د برید په پایله کې د برید جنرال محمد رضا زاهدي او برید جنرال محمد هادي حاج رحیمي په ګډون ۷ تنو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی دی.