سلګونه اسرائیل پوځیان د غزې له جنوبي سیمو تښتیدلي دي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۹ وری، ۱۴۰۳ل)

د اسرائیلي رسنیو د راپورونو له مخې سلګونه اسرائیلي عسکر د څلورو میاشتو سختو جګړو وروسته د غزې تړانګې له جنوبي سیمو څخه د شپې له تیارې په ګټې اخیستنې تښتیدلي دي.

اسنا خبري آژانس ویلي، چې د اسرائیلي پوځ ویاند د غزې له جنوب څخه خپلو ځواکونو د بشپړ وتلو اعلان کړی دی.

د صهیونیست رژیم رسنیو د یکشنبې په ورځ خبر ورکړ، چې د اسرائیلو د پوځ ټول ځمکنی ځواکونه د غزې له جنوبی سیمو څخه وتلي دي.

د صهیونیستي پوځ رادیو، چې د اسرائیلو د پوځ ۹۸ مې فرقې له خپلو دریو لواګانو سره د خان یونس په سیمه کې له فلسطیني ځواکونو سره له څلور میاشتنۍ جګړې وروسته تیره شپه دغه سیمه پریښې ده.

عبراني رسنیو ویلي چې اوسمال په غزې تړانګه کې د اسرائیلي پوځ ۱۶۲ پلې او د «نحل» لوا ځواکونه پاتې دي، چې له غزې اسرائیلو ته ورغلې لارې کنترولوي.

مربوطه مطالب

Back to top button