کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۹ وری، ۱۴۰۳ل)
له غزې راپورونه وایي، چې په تېرو ۷۲ ساعتونو کې د یادې تړانګې په بېلا بېلو برخو کې د حماس اسلامي غورځنګ وسله والو ځواکونو سره په مخامخ نښتو او چاودنو کې ۵۰ تنه اسرائیلي پوځیان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
د حماس اسلامي غورځنګ پوځي سرچینو “المیادین” تلویزیوني شبکې ته ویلي، چې صهیونیستي پوځ ته تر ټولو ډېره مرګ ژوبله د غزې شمال کې اوښتې او د یوه کمین پر مهال یې ۱۴ ټانکونه ویجاړ شوي، چې په پایله کې یې ۳۰ اشغالګر پوځیان وژل شوي او تر سلو ډېر نور ټپیان شوي.
د حماس سرچینو دغه راز ادعا کړې ده، چې د غزې مرکزي او جنوبي برخو کې یې هم صهیونیستي پوځیانو سره خونړۍ نښتې کړي دي، چې په نتیجه کې یې ۲۰ تنه اشغالګر پوځیان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.
د ویلو ده، چې صهیونیستي ريژیم د خپلې ګونګې پالیسۍ له امله د حماس غورځنګ د ادعاوو نه پخلی کړی او نه یې تائید کړي دي؛ خو ګڼو اسرائیلي رسنیو ویلي، چې تېر ۷۲ ساعتونه یې ځواکونو ته غزه کې مرګوني و او ګڼ شمېر پوځیانو ته یې مرګ ژوبله اوښتې ده.

















