رویټرز: د حماس-اسرائیلو ترمنځ قاهره کې د سولې خبرې پیل شوي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۹ وری، ۱۴۰۳ل)

د راپورونو له مخې د مصر پلازمینه قاهره کې یوځل بیا د حماس اسلامي غورځنګ او اسرائیلو ترمنځ د سولې خبرې اترې پیل شوي دي.

رویټرز خبري آژانس د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې په دې مذاکراتو کې به د اسرائیلو، امریکا او مصر د استخباراتو مشران او د قطر لومړی وزیر محمد عبد الرحمن آل ثاني ګډون لري.

په ورته وخت کې د حماس اسلامي غورځنګ لوړ پوړي غړي “اسامه حمدان” لبنان کې یوې خبري ناستې ته د خبرو پر مهال ویلي، چې سیاسي او پوځي مشران یې قاهرې ته رسیدلي دي.

د ویلو ده، چې حمدان یوځل بیا ټينګار یې کړی چې له خپلو اصلي غوښتنو نه تېرېږي،دایمي اوربند، له غزې د ټولو اسرائیلي ځواکونو وتل، د کډوالو بېرته ستنېدل، د خلکو ازاد تګ راتګ او د زندانیانو معناداره تبادله د حماس بنسټیزې غوښتنې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button