د یمن وسله والو ځواکونو یوه برېتانوي بېړۍ ویشتلې ده

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۹ وری، ۱۴۰۳ل)

د راپورونو له مخې د یمن وسله والو ځواکونو یوه برېتانوي بېړۍ، چې اسرائیلو ته روانه وه، د سره سمندرګي “بحرالاحمر” په سواحلو کې ویشتلې ده.

د یمن د وسله وال پوځ ویاند “جنرال یحیی سریع” المیسره خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي، چې یادې بېړۍ هڅه کوله، چې د شپې له تيارې په ګټې اخیستنې سره له سمندرګي تېره او اسرائیلو ته تیل او وژونکې وسلې ولیږدوي؛ خو د دوی د ځواکونو لخوا د بالستیک توغندیو په توسط په نښه او په بشپړه توګه له مینځه یو وړل شوه.

د ویلو ده، چې د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یوځل بیا خبرداری ورکړی، چې ځواکونه یې د تیارسۍ په حالت کې دي او تر هغو به د امریکا، اسرائیلو او برېتانوي بېړيو په خلاف خپل عملیات جاري ساتي ترڅو چې صهیونیستي یرغلګر پوځ غزه کې خپل وحشیانه بریدونه پای ته نه وي رسولي.

مربوطه مطالب

Back to top button