د غزې له جنوب څخه د اسرائیلي ځواکونو تېښته؛ سلګونه میزایل په صهیونیستي مېشت ځایونو ویشتل شوي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۹ وری، ۱۴۰۳ل)

له هغه وروسته، چې تېره شپه د غزې له جنوبي “خان یونس” سیمې سلګونه اسرائیلي پوځيان وتښتېدل د حماس اسلامي غورځنګ ځواکونو یوځل بیا د یادې سیمې کنترول په خپل لاس کې اخیستی او سلګونه میزایل یې په صهیونیستي مېشت ځایونو ویشتلي دي.

د اسرائیلي رسنیو د راپورونو له مخې اسرائیلي مېشت ځایونو کې د خلکو ترمنځ سخته غوصه او ویره خپره ده او په نتنیاهو تور لګوي، چې غزه کې عملیات ناکام شوي، هېڅ بریا نه لري او حماس غورځنګ اوس هم کولی شي د دوی په سیمو مرګوني بریدونه وکړي.

د اسرائیلي رسنیو د خبر له مخې د نتنیاهو حکومت فکر کاوه، چې خان یونس مو فتح کړ او د حماس جرړې مو ختمې کړلې؛ خو د حماس نننیو بریدونه څرګنده کړه، چې یاده ډله غزه کې برلاسې ده او د اسرائیلي حکومت اټکلونه غلط وختل.

د ویلو ده، چې اسرائیلي رسنیو د صهیونیستي پوځ د ویاند په حواله خبر ورکړی، چې تر ۴ میاشتو سختو جګړو وروسته یې تېره شپه ځواکونه د غزې له جنوبي ښار “خان یونس” څخه وتلي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button