د اسماعیل هنیه درې زامن د اسرائیلي اشغالګرو برید کې شهیدان شوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۲ وری، ۱۴۰۳ل)

له غزې ورکړل شوي راپورونه وایي، چې د حماس اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر د مشر “اسماعیل هنیه” درې زامن د اسرائیلي اشغالګرو په هوایي برید کې شهیدان شوي دي.

الجزیرې نړېوال تلویزیوني چینل خبر ورکړی، چې د هنیه درې زامن او څو لمسیان نن د کوچني اختر په لومړۍ ورځ د غزې تړانګې په مرکزي سیمه کې د صهیونیستي اشغالګرو په هوایي برید کې په شهادت رسیدلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې یوه میاشت وړاندې هم د صهیونیستي اشغالګرو په یوه ترهګریز برید کې د اسماعیل هنیه مشر زوی شهید شوی و.

د ویلو ده، چې په د تېر 2023م کال د اکتوبر په اوومه نېټه پر غرې تړانګې د اسرائیلي ترهګر ريژیم د وحشیانه عملیاتو د پیل په لومړۍ ورځ هم د ښځو او ماشومانو په ګډون د اسماعیل هنیه د کورنۍ نهه غړي شهیدان شوي وو.

مربوطه مطالب

Back to top button