کابل ټکی کام (جمعه، ۲۴ وری، ۱۴۰۳ل)
ترکیې په غزه کې د اسرائیلي ريژیم د وحشتونو په ځواب کې پر دغه هېواد باندې پراخ سوداګریز بندیزونه لګولي.
په دغو بندیزونو کې، د سیمنټو، اوسپنې او داسې نورو ساختماني موادو په ګډون د ۵۴ توکو صادرات شامل دي.
د ترکیې د سوداګرۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه بندیزونه سر له نن څخه پلي کیږي. په عین وخت کې، اسراییلو خبرداری ورکړی چې د ترکیې لخوا د سوداګریزو معاملو څخه د یو اړخیزې سرغړونې ته به ځواب ووایي.
د ویلو ده، چې ترکیې دا ګام وروسته له هغه پورته کړ چې انقرې وویل، اسراییل یې په غزه کې د هوا له لارې د مرستو د اچولو مخنیوی کړی دی.


















