کابل ټکی کام (جمعه، ۲۴ وری، ۱۴۰۳ل)
د حماس اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر مشر او د فلسطین د خپلواکې ادارې پخواني لومړي وزیر “اسماعیل هنیه” ویلي، چې د زامنو او د کورنۍ د نورو غړو وینه مې د غزې د خلکو له وینې ارزښتناکه نه ده.
نوموړي، چې د قطر پلازمېنه دوحه کې تعزیت ته د ورغللو خبریالانو، بهرنیو سفیرانو او د اسلامي نړۍ د ځینو مطرحو سیاستوالو یوې غونډې ته خبرې کولې وویل: زما په ګډون مې د کورنۍ هېڅ کوم غړی د غزې له خلکو سره توپیر نه لري، زه یو ډول خوښي احساسوم چې د کورنۍ غړي مې د غزې د زرګونو شهیدانو له کاروان سره یوځای شول.
هنیه صهیونیستي دوښمن ته په خطاب کې ویلي: که تاسو فکر کوئ، چې د هنیه د بې وسلې زامنو او لمسیانو په وژلو به زموږ ارادې کمزورې کړئ؛ خو دا مو هسې یو خوب او خیال ده، په الله قسم که ټوله کورنۍ مې ووژل شي بیا به هم د قدس د آزادۍ لپاره له خپل دریځ څخه تېر نه شم.
هنیه د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې د اسلامي نړۍ ډېرو مشرانو پر غزې د اسرائیلي نیواکګرو د حملې په لومړیو کې ورته وړاندیز کړی و، چې خپله کورنۍ له غزې را وباسي؛ خو په خبره یې د غزې هر اوسیدونکی یې د کورنۍ غړی ده.
د ویلو ده، چې وړمه ورځ اسرائیلي اشغالګرو په داسې حال کې د اسماعیل هنیه د کورنۍ غړي په نښه کړل، چې د اختر لمانځه ته روان و. د صهیونیستي ريژیم په دې وحشیانه برید کې د هنیه درې زامن او څو لمسیان په شهادت ورسیدل او ځینې نور ټپیان شول.


















