ایران پر اسرائیلو د کروز او بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۶ وری، ۱۴۰۳ل)

د راپورونو له مخې د ایران وسله والو ځواکونو پر اسرئیلو د ۱۰۰ کروز توغندیو او ۳۰۰ بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.

ایرانی رسنۍ وایي ددغه هیواد له خوا پر اسرائیل ستر عملیات پیل شوي او ژر به د اسرایل د ننه مهم اهداف په نښه شي. ولسمشر بایډن یو پلان شوی انتخاباتي سفر لغوه کړی بیرته سپینې ماڼۍ ته ګرځیدلی او د ایران اسرائيل روانه جګړه څاري.

که څه هم د تر اوسه د ایران په بریدونو کې د اوښتې مرګ ژوبلې او مالي زیانونو په تړاو څه نه دي ویل شوي؛ خو اسرائیلي پوځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ادعا کړې ده، چې د ایران لخوا ځیني توغول شوي توغندي یې ویجاړ کړي دي.

د ویلو ده، چې د روانې میاشتې په لومړيو کې د سوریې په پلازمېنه دمشق کې د ایران پر سفارت د اسرائیلو تر برید وروسته ایران بیا بیا خبرداری ورکړی و، چې غچ به یې اخلي.

مربوطه مطالب

Back to top button