ولسمشر بایډن :ایران پر اسرائیلو بي ساري‌ بریدونه کړي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۶ وری، ۱۴۰۳ل)

د امریکا ولسمشر جو بایدن د ایران لخوا پر اسرائیلو د برید د پيلیدو نه وروسته څرګندونې کړې. بایډن ویلي، چې ایران او په یمن، سوریه او عراق کې د ایران نیابتي‌ ځواکونو د اسرائیلو پر پوځي تاسیساتو بې ساری هوايي بریدونه کړي دي.

بایډن د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې هېواد یې دا بریدونه په کلکو ټکو غندي.

ولسمشر بایډن پر اسرائیلو د ایران بریدونه په کلکو ټکو وغندل، د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ته یې د ” امریکا د بشپړ ملاتړ” پیغام ورساوه او د G-7 له مشرانو یې د ایران په وړاندې د ګډ ډیپلوماټیک ځواب غوښتنه وکړه.

مربوطه مطالب

Back to top button