کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۷ وری، ۱۴۰۳ل)
په داسې حال کې، چې د تهران او تل ابیب کړکیچ د پراخېدو په حال کې ده او صهیونیستي ريژیم پر ایران د ځوابي برید لپاره چمتوالی نیسي، د یمن وسله والو ځواکونو د اسرايیلو پر “ایلات” بندري او ستراتيژیک ښار د بالستیک توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” د مقاومت اړوند المیادین تلویزیوني شبکې سره په خبرو کې ادعا کړې ده، چې ځواکونو یې تېره شپه ناوخته پر ایلات ښار د ګڼ شمېر بالستیک توغنديو او بې پیلوټه الوتکو په وسیله بریالي عملیات ترسره کړل.
د نوموړي په خبره په یادو عملیاتو کې یې د صهیونیستي ريژیم دوه پوځي اهداف په بریالیتوب سره په نښه کړي، چې ګڼو اسرائیلي ترهګرو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ویلو ده، چې صهیونیستي ريژیم تر اوسه د یمن د وسله والو ځواکونو د ادعاوو په هکله څه نه دي ویلي؛ خو دا لومړی ځل نه دی، چې د یمن وسله وال پوځ پر اسرائیلي ښارونو بریدونه کوي بلکې تر دې وړاندې یې هم په صهیونیستي ښارونو ورته بریدونه ترسره کړي دي.


















