کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۷ وری، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې د غزې تړانګې په شمالي او جنوبي سیمو کې د حماس اسلامي غورځنګ ځواکونو سره په نښتو او چاودنو کې ګڼ شمېر صهیونیستي اشغالګرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.د حماس اسلامي غورځنګ پوځي سرچینو رسنیو ته ویلي، چې د غزې تړانګې په شمال کې یې ځواکونو د اسرائیلي نیواکګرو پر یو پوځي کاروان کمین وهلی، چې په پایله کې یې ۲۰ تنه اسرائیلي پوځیان وژل شوي او ۱۲ تنه نور ټپیان شوي دي.د ویلو ده، چې صهیونیستي ريژیم تر اوسه د فلسطیني مقاومتي ډلو د اعاوو په تړاو څه نه دي ویلي؛ خو ځینو اسرائیلي رسنیو خبر ورکړی، چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې یې د غزې بېلا بېلو برخو کې ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


















