کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۷ وری، ۱۴۰۳ل)
امریکايي ورځپاڼې “وال سټریټ ژورنال” د دوشنبې په ورځ د (اپریل ۲۷) د ولسمشر جوبایډن په اداره کې د دریو چارواکو په حواله لیکلي چې “اسرائیل ښايي نن د شپې په اوږدو کې د ایران د برید ځواب ورکړي.”
د دغې ورځپاڼې د سرچینو له مخې د اسرائیلو له وزیراعظم بنیامین نتانیاهو سره په خبرو کې د امریکا ولسمشر کوشش وکړ، چې د ایران د حملې په وړاندې اسرائیل باید له بېړنی غبرګون څخه ډډه وکړي.
چارواکو ټینګار کړی، چې امریکا به د ایران پر ضد په هیڅ ډول تعرضي عملیاتو کې برخه وانخلي او له خپلو متحدینو سره به د یوې متحدې ډیپلوماټیکې جبهې د جوړولو لپاره کار وکړي، څو د منځني ختیځ د جګړې په لور د دښمنۍ د زیاتیدو مخه ونیول شي.
له بلې خوا امریکايي چینل “ABC News” د اسرائیلي پوځ د ویاند پیټر لرنر له قوله ویلي، چې پوځي چارواکو د ایران د برید په ځواب کې حکومت ته پراخ انتخابونه وړاندې کړي دي.
لرنر یوې خبري غونډې ته وویل، «د اسراییلو په ځواب کې ښايي پوځي اقدام شامل وي، د اسراییلو حکومت به نن یا په راتلونکو ورځو کې خپل راتلونکي ګامونه وټاکي.»
د شنبې په ماښام، ایران په دمشق کې د تهران پر کونسلګرۍ د تل ابیب د برید په ځواب کې د اسراییلو پر لور سلګونه بې پیلوټه الوتکې او توغندي وویشتل.
له بلې خوا د امریکا د حکومت یوه جګپوړي چارواکي ویلي دي: «موږ په دې باور یو چې اسراییل په سوریه او یا بل هر ځای کې د خپل ځان د ساتنې او دفاع لپاره د عمل کولو آزادي لري. دا یوه اوږدمهاله پالیسي ده چې لا هم پر ځای ده، خو موږ په داسې کړنو کې د ګډون فکر نه کوو.”
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت مشر جان کربي د یکشنبې په ورځ ABC ته وویل چې متحده ایالات به د اسرائیلو ملاتړ ته دوام ورکړي، خو له ایران سره جګړه نه غواړي.
کربي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا متحده ایالات به د ایران د برید په اړه د اسراییلو د ځواب ملاتړ وکړي. هغه وویل چې “له اسراییلو سره زموږ ژمنه او له دې هیواد سره د خپل ځان د دفاع په برخه کې مرسته پیاوړې ده.”
هغه زیاته کړه: “لکه څنګه چې ولسمشر څو ځلې ویلي، موږ په سیمه کې د پراخې جګړې په لټه کې نه یو، موږ له ایران سره د جګړې په لټه کې نه یو.”
کربي دا هم وویل: “واشنګټن په سیمه کې د کړکیچ د زیاتولو په لټه کې نه دی او نه غواړي چې د جګړې ساحه پراخه شي.”