د اسرائیلي پوځ پر کاروان د حزب الله برید؛ د ګولاني لوا ګڼو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۷ وری، ۱۴۰۳ل)

د لبنان د حزب الله اسلامي مقاومتي غورځنګ ځواکونو د لبنان-اسرائیلو په پوله د صهیونیستي پوځ د “ګولاني” لوا د ځواکونو په کاروان برید کړی، چې په پایله کې یې ګڼ شمېر صهیونیستي پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د مهر خبري آژانس د خبر له مخې صهیونیستي پوځ هم خبر ورکړی، چې د لبنان پولې ته څیرمه یې د پوځیانو د ګزمې په لاره کې د بم د چاودنې له امله د “ګولاني” لوا اړوند څو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د لبنان د حزب الله مقاومتي غورځنګ اړوند “المنار” تلویزیوني شبکې د یاد غورځنګ اعلامیه خپره کړې، چې پکې راغلي: د اسلامي مقاومت ځواکونو د دښمن د پوځیانو د خوځښتونو له دقیقې څارنې وروسته د لبنان-اسرائیلو په پوله کې بمونه ځای پرځای کړي و، چې د ګولاني لوا پر کاروان وچاودل، په پایله کې یې د دښمن یو شمیر عسکر ووژل شول او یو شمیر نور ټپیان شول.

د ویلو ده، چې دا لومړی ځل دی، چې د لبنان-اسرائیلو پر پوله د صهیونیستي ريژیم د “ګولاني” لوا د پوځیانو په کاروان حزب الله ځواکونه برید کوي او درنه مرګ ژوبله ور اړوي. ګولاني لوا د اسرائیلي پوځ په لیکو کې یوه له مهمو جنګي ګنډکونو ګڼل کېږي او صهیونیستي ريژیم د حزب الله ځواکونو د ځپلو لپاره د لبنان-اسرائیلو پولې ته استولې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button