کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۸ وری، ۱۴۰۳ل)
د رياست الوزراء سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير پرون په کابل کې د ايران له مرستيال سفير سيد حسن مرتضوي او مل پلاوي سره ليدنه وکړه.په دې ليدنه کې ښاغلي مرتضوي د وروستيو نړيوالو مسايلو په اړه د اسلامي امارت د دريځ او بهرني سياست د ستاينې تر څنګ د کابل او تهران د اړيکو پر پراختيا ټينګار کړی.نوموړي زياته کړې، چې تهران د افغانستان او ګاونډيو هيوادونو ترمنځ د خرابو اړيکو پلوي نه دی او هڅه کوي، تر څو د سيمې له هيوادونو سره د اسلامي امارت مثبت تعامل ته لاره هواره کړي.د نوموړي په وينا: ايران هېچا ته د اسلامي امارت پر ضد د سياسي فعاليتونو اجازه نه ورکوي.ښاغلي مرتضوي څرګنده کړې، چې تهران د اسلامي امارت او ايران ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د شويو تړونونو پلي کېدو ته پر لارې هوارېدو سربېره، له افغانستان سره د اقتصاد، سوداګرۍ او روغتيا په برخه کې همکاريو ته چمتو دی.د رياست الوزراء سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير د ښه راغلاست ويلو تر څنګ پر اسرائيلو دايران بريد له ځان څخه د ايران اسلامي جمهوريت د دفاع مشروع حق ياد کړی.نوموړي له افغانانو سره د ايران له مرستو او همکاريو څخه د مننې ترڅنګ، د کابل او تهران ترمنځ د اړيکو پر پراختيا ټينګار کړی او ويلي يې دي، چې اسلامي امارت له ټولو ګاونډيو سره ښې اړيکي غواړي.