کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۸ وری، ۱۴۰۳ل)
په ملګرو ملتونو کې د روسيې دايمي استازي ((وسيلي نېبنزا)) د ايران د بريد په تړاو د امنيت شورا پر توپيري چلند تورنه کړې ده. ښاغلي نېبنزا پر اسرائيلو د ايران د بريدونو په تړاو د امنيت شورا په بېړنۍ غونډه کې امنيت شورا ملامته کړي ،چې د نړيوالو نورمونو خلاف د ايران پر سفارت د اسرائيلو د بريد پر مهال چوپه وه، خو په وينا يې چې اوس د ايران د بريد غندنه کوي.وسيلي نېبنزا دا هم ويلي ،چې د ايران د بريد په اړه د امنيت شورا دغه توپيري چلند ناراحتهکوونکی دي.له دې وړاندې د روسيې ولسمشر هم پر اسرائيلو د بريد په تړاو امريکا ته خبرداری ورکړی و، چې که د اسرائيلو ملاتړ ته ورودانګي، دوی به هم په عملي ډول د ايران ملاتړ وکړي.د ايران اسلامي جمهوريت لا وړمه شپه پر اسرائيلو ډرون اوتوغنديز بريدونه وکړل، چې په نړيواله کچه يې غبرګونونه را وپارول ،خو روسي استازو ټينګار کړی، چې ملګرو ملتونو بايد په دمشق کې د ايران پر سفارت د بريد پر مهال هم د اسرائيلو بريدونه غندلي واي.بله خوا اسلامي امارت هم د ايران بريد له خپلې ځمکنۍ بشپړتيا مشروع حق بللی او ملاتړ يې کړی دي.