کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۸ وری، ۱۴۰۳ل)
اې بي سي امریکایي رسنۍ خبر ورکړی، چې پر اسرايیلو د ایران د وړمې شپې په بریدونو کې پراخ مالي زیانونونه اوښتې دي.
یادې رسنۍ د یوه امریکایي چارواکي له قوله ویلي، چې پر اسرایلو د ایران د وړمې شپې توغندیزو بریدونو صهیونستي رژیم ته پراخ مالي زيانونه اړولي دي.
اې بي سي نیوز د یاد امریکایي چارواکي، چې نوم یې نه دې اخیستی د معلوماتو په حواله لیکلي، چې ۹ توغندي د اسرایلو پر دوه هوایي ډګرونو (نواتیم) او (نګو) لګېدلي، چې په پایله کې یې ځینې لویې او وړې مسافر وړونکې او نورې الوتکې زيانمنې او ځینې په بشپړه توګه تخریب شوې دي.
یاده رسنۍ وایي، چې اسراییلو ته څه باندې ۱ ملیارد ډالرو پورې مالي زیانونه اوښتې دي.
د ویلو ده، چې ایران وړمه شپه د سوریې په پلازمېنه دمشق کې پر خپل سفارت د صهیونیستي ريژیم د برید په ځواب کې په اسراییلو پراخ توغندیز او د بې پیلوټه الوتکو بریدونه وکړل، چې د ایراني رسنیو او د یاد هيواد د انقلابي سپاه پاسدران ځواکونو د معلوماتو له مخې ګڼ شمېر صهیونیستانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.