کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۸ وری، ۱۴۰۳ل)
این بي سي نیوز د امریکايي سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې په راتلونکو ۷۲ ساعتونو کې به اسرايیل د ایران د برید په ځواب کې په دغه هیواد بریدونه وکړي.
یادې رسنۍ د امریکا د څارګرې ادارې د چارواکو په حواله ویلي، چې واشنګټن تل ابیب ته اجازه ورکړې، چې په ایران کې محدود؛ خو کار بریدونه ترسره کړي.
یادو چارواکو یوځل بیا ټینګار کړی، امریکا به د تهران پر ضد د اسرائیلو په اقدام کې برخه وانخلي؛ خو که ایران په سیمه کې د امریکایي اهدافو د په نښه کولو هڅه وکړي نو امریکا حق لري، چې له ځان څخه دفاع وکړي
د ویلو ده، چې یادې رسنۍ د دغو چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې په دغو بریدونو کې به د ایران د پوځي ځواکونو اډې او په سیمه کې د ایران د ملاتړو ډلو مرکزونه په نښه شي.