غزه؛ حماس ځواکونو سره نښتو کې ګڼو اسراییلي پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۸ وری، ۱۴۰۳ل)
له غزې ورکړل شوي راپورونه وایي، چې حماس ځواکونو سره نښتو کې ۵ اسراییلي پوځيان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي. د حماس غورځنګ د پوځي څانګې “القسام” لېوا سرچینو رسنیو ته ویلي، چې د غزې شمال کې یې د اسرائیلي پوځ درې ټانکونه په “یاسین ۱۰۵” توغندیو ویشتلي، چې په پایله کې یې ۵ تنه اشغالګر پوځيان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي. د ویلو ده، چې اسراییلو تر اوسه خپل لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو څه نه دي ویلي؛ خو ځینو اسراییلي رسنیو خبر ورکړی، چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې یې د غزې تړانګې په بېلا بېلو برخو کې ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.



