کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۸ وری، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې د لبنان په جنوب د اسرائیلي اشغالګرو په هوایي برید کې د حزب الله غورځنګ یو مهم قوماندان وژل شوی دی.
العربیه نړېوال تلویزیوني چینل خبر ورکړی، چې اسرائیلو نن سه شنبه د اپریل په ۱۶ مه نېټه د لبنان په جنوبي “عین بعال” ښار ګوتي کې د حزب الله غورځنګ اړوند د “الحسین” لېوا د قوماندان “ابو جعفر باز” پر موټر د بې پیلوټه الوتکې برید کړی، چې په پایله کې یې نوموړی وژل شوی او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.
حزب الله غورځنګ ته نږدې سرچینو د مقاومت اړوند “المنار” تلویزیوني شبکې سره په خبرو کې د خپل دغه مهم قوماندان وژل کېدل تائید کړي او په خبره یې غچ به اخلي.
د ویلو ده، چې اسرائیلي اشغالګرو د برید مسؤلیت منلی او ادعا یې کړې ده، چې د حزب الله یاد قوماندان د لبنان-اسرائیلو پر پوله د دوی په ځواکونو لسګونه بریدونه طرحه کړي و.