کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۸ وری، ۱۴۰۳ل)
په داسې حال کې چې د مصر په پلازمېنه “قاهره” کې د حماس اسلامي غورځنګ او اسرائیلي غاصب ريژیم ترمنځ د سولې خبرې د خنډ او ځنډ ښکار دي او منځګړي هېوادونه هڅه کوي، چې دواړه لوري یوې هوکړې ته ورسوي، یو اسرائیلي چارواکي CNN تلویزیوني شبکې سره خبرو کې ویلي، چې حماس باور لري، چې بريا د دوی ده، ځکه له خپلو غوښتنو څخه نه تېریږي.
یاد اسرائیلي چارواکی وایي: حماس باور لري، چې بریالی دی، ځکه چې د بریالیتوب تعریف یې بقا ده. غزه کې یې جنګیالي فعال شتون لري او لا هم اسرائیلي ځواکونو سره مقاومت کوي.
د نوموړي په خبره هر څومره چې جګړه اوږديږي حماس ته ګټه ده، ځکه نړۍ کې یې د محبوبیت کچه پراخه شوې او د ځینو هیوادونو په ځانګړي ډول د ایران، ترکیې، یمن او قطر ملاتړ یې خپل کړی ده.
د ویلو ده، چې د حماس اسلامي غورځنګ پوځي او سیاسي مشرانو بیا بیا ټینګار کړی، چې تر هغو یې شرایط نه وي منل شوي اسرائیلو سره به پر هیڅ کومې هوکړې لاسلیک و نه کړي.