کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۹ وری، ۱۴۰۳ل)
په داسې حال کې، چې د مصر په پلازمېنه قاهره کې د حماس-اسرائیلو ترمنځ خبرې روانې دي د حماس اسلامي غورځنګ د مرکچي پلاوي غړي “عزت الریشک” الجزیرې تلویزیوني شبکې سره خبرو کې ویلي، چې ترڅو چې صهیونیستي اشغالګر غزه کې وي د بندیانو په تبادلې او اوربند خبرې نه شي کیدلی. د نوموړي په خبره د دوی لومړی شرط د غزې په ګډون له ټولو اشغال شویو سیمو څخه د صهیونیستي اشغالګرو بشپړ وتل، د غزې کلابندي پای ته رسول، غزې ته د خوراکي توکو-درملو د وړلو اجازه ورکول او خپلو مېنو ته د ټولو بې ځایه شویو کسانو ستنېدل دي.
نوموړي د خپلو خبرو پر دوام یوځل بیا ټینګار کړی، چې ځواکونه یې لوړ مرال لري موږ له جګړې ستړي نه یو. موږ د آزادۍ لپاره جګړه کوو او فلسطیني ولس مو ملاتړ کوي. د عزت الریشک په خبره ۳۳ زره فلسطینیان شهیدان شوي، ۷۰ زره ټپیان دي او غزه په کنډوالو بدله شوې. موږ د خپلو خلکو په قرباني ویاړو او نه غواړو چې، د څو اسرائیلي بندیانو په بدل کې په دې هر څه سودا وکړو. ښاغلي الریشک زیاته کړې ده، چې اشغالګرو ځواکونه له شپږو میاشتو راهیسې په غزه کې جګړه کوي؛ خو هیڅ کومه بریا یې نه ده تر لاسه کړې د ملکي خلکو وژل د زیربناوو له منځه وړل د دوښمن د ماتې ښکارندويي کوي نه د بریا، ځکه د ملکیانو وژل او د ښارونو ویجاړول کومه بریا نه ده. ویلو ده، په غزه کې د تېر ۲۰۲۳م کال د اکتوبر له اومې نیټې راهیسې صهیونیستي اشغالګرو په بریدونو کې شاوخوا ۳۴ زره ملکي وګړي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي په شهادت رسیدلي، ۷۰ زره ټپیان دي او د غزې ۷۰ سلنه آبادي په شپړه توګه ویجاړه شوې ده.