کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۹ وری، ۱۴۰۳ل)
د سپوتنیک خبري آژانس د خبر له مخې روسي ځواکونو د اوکرایین په دونیتسک ښار کې د اوکرایین ۱۵۵ بې پیلوټه الوتکې ویشتلي او ۳۸۰ اوکراییني پوځیان یې وژلي دي. د روسیې دفاع وزارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ځواکونو یې په تېره یوه اوونۍ کې د “دونیتسک” ښار ډیرې سیمې نیولي او د خرسون ښار پر لور هم چټک پرمختګ کړی ده. د روسیې دفاع وزارت خبر ورکړی، چې ځواکونه یې اوکرایني پوځ ته د امریکا، پولینډ او ځینې نورو هیوادونو لخوا ورکړل شوي سلګونه پرمختللي ټانکونه، زغروال موټر او نور ډول ډول عصري توغندي ویجاړ کړي دي. د ویلو ده، چې د اوکرایین ولسمشر “زیلینسکي” یوځل بیا له امریکا او ناټو غوښتنه کړې ده، چې له کیېف سره دې د پرمختللو وسلو مرسته وکړي. نوموړي دغه راز خبرداری ورکړی، که امریکا او ناټو یې ملاتړ و نه کړي نو اوکرایني ځواکونه به شاتګ وکړي، ځکه دوی نه شي کولی په یواځې ځان د روسیې په څېر پرمختللي پوځ سره جګړه وکړي.