کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۹ وری، ۱۴۰۳ل)
د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې “القسام” لېوا سرچینو د لبنان د حزب الله وسله والې ډلې اړوند “المنار” تلویزیوني شبکې ته ویلي، چې د تېرې یوې اوونۍ په ترڅ کې یې د غزې تړانګې په شمالي او مرکزي سیمو کې د اسرائیلي اشغالګرو ۵۵ ټانکونه او نور زغروال موټر ویجاړ کړي، چې په پایله کې یې لسګونو صهیونیستي اشغالګرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د حماس غورځنګ پوځي سرچینې وایي، چې ۳۵ ټانکونه یې د غزې په شمال کې د “یاسین ۱۰۵” ټانک ضد توغندیو باندې ویشتلي او ۱۵ نور یې د غزې په مرکزي برخو کې ویشتلي دي.
باید وویل شي، چې اسرايیلي ريژیم تر ډېره د خپلو تلفاتو په اړه ګونګه پالیسي لري؛ خو ځینو اسرايیلي رسنیو خبر ورکړی، چې د غزې تړانګې په بېلا بېلو برخو کې یې حماس جنګیالیو سره نښتو او چاودنو کې ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.