شنبه, اپریل 25, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

عبدالعزيز الرنتيسي څوک و؟

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
اپریل 17, 2024
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
21
ځلې شریک شوی
258
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

ليکنه: د. كمال علاونه
ژباړه: ډاکټر غنچه ګل ارمان

زوکړه:
عبدالعزيز علی عبدالحفيظ الرنتيسی د ۱۹۴۷م کال د اکتوبر په ۲۳مه نيټه د عسقلان او يافا تر مينځ پراته کلي، يبنا، کې د فلسطين له وېش څه کم څلوېښت ورځې وړاندې نړۍ ته سترګې وغړولې. په ۱۹۴۸م کال کې يې کورنۍ د فلسطين له سترې غميزې وروسته غزې ته پناه يووړه او هلته د خان يونس په پناغالي کې ميشته شوه. د ده کورنۍ د هاغانا نومي صهيونيستي ترهګرو وسله والو ډلو د ترهګرۍ له کبله په داسې حال کې هجرت وکړ چې دی يوازې د شپږو مياشتو وو. دی د پلار له ۱۱ بچيانو څخه يو وو چې نهه يې هلکان او دوه يې نجونې وې.
زده کړه:
د فلسطيني پنا وړونکو له پاره جوړ شوي يوه ښوونځي کې د شپږو کلونو په عمر شامل شو. د کورنۍ بيوزلۍ او د مهاجرت تنګسو اړ کړ چې د لومړي ټولګي پر وخت د کورنۍ د اړتياوو د پوره کولو په موخه له زده کړې سره هم مهاله خواري غريبي هم وکړي. په ۱۹۶۵م کال کې له دويمي ښوونځي څخه په مخکښه درجه بريالی راووت. د خپلې وړتيا له کبله ور ته په مصر کې د لوړو زده کړو فُرصت په لاس ورغی او د سکندريې پوهنتون د طب پوهنځي کې شامل شو. اووه کاله وروسته په ۱۹۷۲م کې له طب پوهنځي څخه فارغ شو او بيا يې د کوچنيانو په طب کې ماسټري تر لاسه کړه او د خان يونس د پناغالي په ناصر روغتون کې د ډاکټر په توګه وګومارل شو(۱۹۷۶م).

دا هم ولولئ

متقي: د جګړو حل یوازې د ديپلوماسۍ له لارې ممکن دی

د امریکا لوړ پوړی پلاوی د پاکستان پر لور روان شو؛ ایران وایي امریکا سره د خبرو پلان نه لري

د پاکستان جماعت اسلامي ګوند د ایران له دریځ ملاتړ اعلان کړ

کورنی ژوند او سياسي فعاليت:
عبدالعزيز الرنتيسي له (رشا رنتيسي) سره واده وکړ چې څښتن تعالی ور ته شپږ بچيان (دوه زامن او څلور لوڼې) په برخه کړل.
رنتيسي ټولنيز او ديني ژوند په لوړ همت سره تير کړ. د غزې په مجمع الاسلامي، د عربي ډاکټرانو ټولنې او فلسطيني سرې مياشتې په ټولنې کې يې د اداري هيئت د غړي په توګه دندې سر ته ورسولې.
په ۱۹۷۸م کال کې د غزې د اسلامي پوهنتون له بنسټ ايښودنې سره سم يې د وراثت، پرازيتولوژي او نورو علومو په تدريس پيل وکړ.
په ۱۹۸۳م کې صهيونيستي اشغالګرو ځواکونو ته د ماليو له ورکړې څخه د انکار له کبله ونيول شو. په ۱۹۸۸/۱/۵م کې يو وار بيا ۲۱ ورځې بندي کړل شو.
په ۱۹۸۷م کال کې يې د حرکة المقاومة الاسلامية (حماس) په بنسټ ايښودنې کې فعاله ونډه واخيسته او د حماس له بنسټګرو څخه وګرځيد.
مجاهد عبدالعزيز الرنتيسي درېيم وار د ۱۹۸۸م کال د فرورۍ په څلورمه نيټه د اشغال پر ضد د اسلامي پاڅون د هڅونې او د صهيونيستي ادارې پر ضد د ګواښ جوړيدنې په تور دوه نيم کاله بندي کړل شو او د ۱۹۹۰م کال د سپټمبر په ۴مه له خوشې کيدو وروسته د همدغه کال د ډيسمبر په ۱۴مه بيا يو کال بندي کړل شو.
د حماس او اسلامي جهاد د ۴۱۸ تنو لوړپوړو د تبعيد په لړ کې د ۱۹۹۲م کال د دسمبر په ۱۷مه د لبنان جنوب ته تبعيد کړل شو. هلته يې د تبعيد شويو د رسمي وياندۍ مسؤليت په غاړه واخيست او د دغه حالت د ختمونې په موخه يې خپلو هڅو ته ادامه ورکړه. له کال څخه په کمه موده کې يې د بيرته ستنيدنې هدف تر لاسه کړ.
د مرج الزهور د تبعيد شويو له پناغالي څخه له راستنيدو سره سم صهيونيستي نيواکګرو ځواکونو بيا ونيو او عسکري محکمې پرې د بند حکم صادر کړ داسې او د ۱۹۹۷م کال تر نيمايي پورې د سياسي بندي په بڼه بندي وساتل شو.

د نوموړي ژوند له يوه مخه له سرښندنو او قربانيو ډک دی چې پورته يادې شوې په وار وار نيول کيدنې يې ډاګيز ثبوت دی. دی نه يوازې د اسرائيلي ښکيلاک له لاسه ځوريدلی’ بلکې د فتح ګوند له خوا هم ربړول شوی. د ۱۹۹۸م کال د اپريل په لسمه د فتح امنيتي ځواکونو ونيو او ۱۵ مياشتې وروسته يې هغه وخت خوشې کړ چې مور يې د ده د زندان پر وخت پور پرې کړ. تر دې وروسته هم درې وارې ونيول شو او هغه وخت ازاد شو چې له ډوډۍ خوړلو يې لاس ونيو او اسرائيلي الوتکو پر هغه زندان بمونه واورول چې دی پکې په يوه بنده کوټه کې د فتح د ګوند د امنيتي ځواکونو له خوا بندي وو. نوموړي د فتح په زندانونو کې ټول ۲۷ مياشتې زندان تير کړ.
له دې وروسته هم د فتح ګوند دوه وارې د ده د نيولو هڅه وکړه خو د حماس د زرګونو پلويانو د ملاتړ له برکته دواړه هڅې له ناکامۍ سره مخ شوې.
ويل کيږي چې رنتيسي په ۱۹۹۰م کال کې هغه وخت قران مجيد حفظ کړ چې له شيخ احمد ياسين سره يې د زندان په يوه توره کوټه کې يو ځای شپې او ورځې تيرولې.
رنتيسي د فلسطيني خاورې په هکله ګڼې قصيدې ويلي چې د دغه ځمکې سپيڅلتيا يې پکې ستايلې. سربيره پر دې يې لسګونه سياسي ليکنې په لسګونو خپرونو کې خپرې شوي.
د دغه ستر مجاهد په دې ټينګ ايمان وو چې فلسطين له فی سبيل الله جهاد پرته په بله لاره نه شي ازاديدای.
‏څو وارې پرې مرګوني بريدونه وشول چې له دې ډلې څخه يې يو د ۲۰۰۳م کال د جون د لسمې نيټې بريد وو چې اسرائيلي جنګي الوتکو يې پر موټر وکړ. د دې بريد په پايله کې يې يو سپور ملګری، او د يوې کوچنۍ ماشومې په ګډون څو لارويان شهيدان شول مګر الله جل جلاله دی په خپل ستر قدرت سره وژغوره.
د حماس مشرتوب او د شهادت مقام
د ۲۰۰۴م کال د مارچ په ۲۲مه د حماس د بنسټګر او مشر، شيخ احمد ياسين، له شهادت څخه دوه ورځې وروسته د مارچ په ۲۴مه په غزه کې د حماس عمومي مشر وټاکل شو. مياشت لا نه وه پوره چې د ۲۰۰۴م کال د اپريل په ۱۷مه نيټه له خپلو دوو نورو ملګرو سره د غزې په ښار کې د ده پر موټر د صهيونيستي اپاچي الوتکو د بريد له کبله په شهادت ورسيد او په دې توګه هغه عبدالعزيز رنتيسي چې څه کم ۵۷ کاله وړاندې د يوه کوچني په توګه نړۍ ته راغلی وو، د يوه طبيب، دعوتګر، د پوهنتون استاذ او مجاهد په توګه له ژوند کولو وروسته يې د شهيد په توګه له نړيوالو سره مخه ښه وکړه، تر څو د شهيدانو له نه ختميدونکې قافلې سره ځان يو ځای او خپل هغه ارمان پوره کړي چې د يوه خبريال د پوښتنې په ځواب کې يې ويلي وو:
يا به د زړه له حملې څخه مرم، او يا په اپاچي، زه غواړم د اپاچي له لاسه مړ شم!
روح يې ښاد، او لاره يې له لارويو ډکه

لوی ټکي: حماس، عبدالعزیز، الرنتیسي، غزه،
مخکینې مطلب

القسام: په تېره یوه اوونۍ کې ۵۵ اسرايیلي ټانکونه ویجاړ کړي

بل مطلب

د حزب الله غورځنګ د بې پیلوټه الوتکې برید کې ۱۹ اسرايیلي پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ځانګړي مطالب

افغانستان

متقي: د جګړو حل یوازې د ديپلوماسۍ له لارې ممکن دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
خبرونه

د امریکا لوړ پوړی پلاوی د پاکستان پر لور روان شو؛ ایران وایي امریکا سره د خبرو پلان نه لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
خبرونه

د پاکستان جماعت اسلامي ګوند د ایران له دریځ ملاتړ اعلان کړ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
خبرونه

نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
خبرونه

د ایران بهرنیو چارو وزیر له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره لیدلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026

وروستي

اقتصادي معاونیت: د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

متقي: د جګړو حل یوازې د ديپلوماسۍ له لارې ممکن دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

قطر کې د امریکا ویزو په تمه افغانانو ته د ستنېدو یا درېیم هېواد انتخاب په اړه د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

پنجشېر کې د ۱۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د مرکزي زندان د تاسیساتو جوړولو کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

پوليس: تخار کې د الکولي مشروباتو د پلور او کارونې په تړاو ۸ تنه نیول شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

د امریکا لوړ پوړی پلاوی د پاکستان پر لور روان شو؛ ایران وایي امریکا سره د خبرو پلان نه لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

د پاکستان جماعت اسلامي ګوند د ایران له دریځ ملاتړ اعلان کړ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

غزه کې د اسرائيلي اشغالګرو په بريدونو کې د پوليس افسرانو په شمول ۱۲ فلسطینیان شهیدان شوي 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

بادغیس کې د پاڼ ښوېدو پېښه کې د یوې کورنۍ ۵ غړي مړه شوي او ۲ ټپیان دي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • قطر کې د امریکا ویزو په تمه افغانانو ته د ستنېدو یا درېیم هېواد انتخاب په اړه د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • اقتصادي معاونیت: د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران او امریکا؛ د لسیزو شخړه او د سیمې د ځواک توازن

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران بهرنیو چارو وزیر اسلام آباد، مسکو او مسقط ته ځي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

اقتصادي معاونیت: د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه

متقي: د جګړو حل یوازې د ديپلوماسۍ له لارې ممکن دی

قطر کې د امریکا ویزو په تمه افغانانو ته د ستنېدو یا درېیم هېواد انتخاب په اړه د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې

پنجشېر کې د ۱۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د مرکزي زندان د تاسیساتو جوړولو کار پیل شو

پوليس: تخار کې د الکولي مشروباتو د پلور او کارونې په تړاو ۸ تنه نیول شوي

د امریکا لوړ پوړی پلاوی د پاکستان پر لور روان شو؛ ایران وایي امریکا سره د خبرو پلان نه لري

د پاکستان جماعت اسلامي ګوند د ایران له دریځ ملاتړ اعلان کړ

غزه کې د اسرائيلي اشغالګرو په بريدونو کې د پوليس افسرانو په شمول ۱۲ فلسطینیان شهیدان شوي 

نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com