کابل ټکی کام ۲۳وږی/۱۳۹۴
راپور: احمدالله مهاجر
د فارس خبري اژانس د المنار چینل په حواله ویلي دي چې یمني ځواکونو د عربستان یوه اپاچي چورلکه رانسکوره کړه.
یمني سرچینو خبر ورکړی چې د یمن پوځ د انصارا ځواکونو د عربستان دوه زغرګاډي او ۱۰ نور تجهیزات هم له منځه وړي دي.
د المیادین چینل د راپور لمخې چې د یمني ځواکونو لخوا په القموح نومي سعودي اډه باندې د هاوان د برید له کبله د عربستان لسګونه عسکر تېښتې ته مجبور کړي دي.


















