پنجشنبه, اپریل 30, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه افغانستان

طالبانو د غزني د زندان د ماتولو مفصل راپور خپور کړ

kabull نشرونکی: kabull
سپتمبر 14, 2015
کټګوریانې: افغانستان
0
امنیتي ځواکونه د غزني له زندان سره

امنیتي ځواکونه د غزني له زندان سره

7
ځلې شریک شوی
92
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

کابل ټکی کام ۲۳وږی/۱۳۹۴

تېره شپه طالب وسله والو د غزني مرکزي زندان باندې د څو تنو سرښندونکو په مټ برید وکړ، چې له زندان څخه یې ۴۰۰ملګري را خوشي کړل، چې طالبانو یې په خپله رسمي پاڼه باندې راپور خپور کړی چې مونږ یې کټ مټ نشر ته سپارو.

دا هم ولولئ

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

ټول ټال ۴۵۰ تنه بندیان چې اکثره په کې مجاهدین او ځينې يې مهم قومندانان وو را خلاص شول، له ۴۰ ډير پولیس او عسکر ووژل شول
پيل:
د عزم علمیاتو په جریان کې تیره شپه د غزني ولایت مرکزي زندان چې ۴۵۰ تنه بندیان په کې ساتل کیدل، د اسلامي امارت د اتلو مجاهدینو په یوه خورا قوي او پيچلي پلان گذارۍ سره مات اوټول بندیان را خلاص کړل شول.
دپلان طرحه:
د غزني ولایت جهادي قطعې، او د ټولو ولسوالیو څخه سلګونو مجاهدینو چې په سپکو او درنو وسلو سمبال وو، ځانونه د شپې په نيمايي کې د غزني ولایت مرکزي محبس دروازې او هلته د دښمن ساتونکي کنډک ته چې تر ۱۵۰ تنه عسکر په کې میشت وو، ورسول.
ــ دغو مجاهدینو دنده لرله چې د څو تنو فدایانو په توسط د محبس دروازه او امنيتي کمربند دړې وړې کړي، په عین وخت کې په کنډک باندې برید ترسره کړي او د ټول زندان کنترول په لاس کې واخلي.
ــ پلان نيول شوی وو چې له یادو مجاهدینوڅخه به یو کاري ګروپ، بندیان په امن او آرام سره له خپلو خونو راباسي او هغو وسائلو او لاروته به يې رسوي چې د بندیانو د راوتلو او په خوندي توګه د انتقال لپاره په پام کې نیول شوي.
ــ د محبس کنډک به ترهغو د برید لاندې نیول کیږي، ترڅو چې د ټولو بندیانو د انتقال اطمنان ورکړل شي.
ــ د دې لپاره چې په غزني ولایت کې ددښمن دقوماندې مرکزونه له وارخطايي او لار ورکۍ سره مخ شي او له خپلو افرادو سره يې تماس پرې شي، په ولایت کې به د ولایت مقام، امنیه قومندانۍ، مهم استخباراتي مراکزاو ټول نظامي مرکزونه تر بریدونو لاندې نیول کيږي.
ــ په هغو ټولو لارو به له پلان سره سم، دښمن ته کمیونونه نیول کيږي چې زندان ته راغلې دي او ددښمن د کومکي قوې د راتګ احتمال پرې وي.
دبرید پيل:
د شپې په مینځ کې برید پيل شو، د زندان دروازه او امنتي کمربند دړې وړې شو، د زندان په ساتونکي کنډک تعرضي عملیات پیل شول، د ولایت او امني قومندانۍ مرکزونه، دنظامي قطعو مراکز او داستخباراتو مرکز په پرلپسې ډول تر برید لاندې راغلل او په هغو لارو کې په دښمن د کمین غافلګیرانه او درانه بریدونه وشول چې غوښتل يې د زندان د ساتونکو مرستې ته ځانونه ورسوي.
د دښمن تلفات:
تر دې دمه د معلوماتو په اساس تر څلویښتو ډير عسکر اوپولیس وژل شوي، لسګونه تنه ټپيان دي، نظامي وسائط يې له منځه تلي او دښمن سخت وارخطا شوی دی.
له زندان څخه راوتلي مجاهدین:
د معلوماتو له مخې په زندان کې ټول ۴۵۰ تنه اوسیدل چې اکثره په کې جهادي قومندانان اومجاهدین، د مجاهدینو خپلوان، خواخوږي او لږ شمیر په نورو وجهو بندیان هم په کې وو.
دښمن د خپل عادت له مخې د مجاهدینو بندیان له نورو جلا ساتي، په دې اساس دغزني په محبس کې هم بندیان اکثره یا مجاهدین او دهغو خپلوان وو او یا په نظري لحاظ د مجاهدینو حمایت کونکي وو.
په عملیاتو کې ټول بندیان په خورا سالم ډول او په امن سره د مجاهدینو ساحوته راورسیدل، او بیاټول له خپلو خپلوانو سره یوځای شول.
د مجاهدینو تلفات:
په دغو لویو عملیاتو کې د توقع پرخلاف مجاهدینو ډير لږ تلفات درلودل، هغه هم ۳ تنه هغه مجاهدین شهیدان شول چې د شهادت غوښتنې په نیت يې په یادو عملیاتو کې برخه اخيستې وه او دزندان دروازه او امنيتي کمربند يې دړې وړې کړل، نور ټول مجاهدین په سالم ډول خپلو سنګرونوته را رسیدلي دي او هيچاته هم زیان ندی اوښتي.
په دښمن باندې ددغو عملیاتو بداثر:
دغزني په ولایت کې ددغو عملیاتو له امله دښمن له سختې وارخطايي او سرسامۍ سره مخ دي، عسکر او پولیسو يې روحیه بایللی، هک پک او حیران پاتې دي، چې دا څه پرې ترسره شول، دښمن دومره زبون شوی او مورال يې له لاسه ورکړی چې د زندان دروازې يې لا بیرته ندي تړلي، دا خو پریږده چې د مجاهدینو پسې پل ووهي او لا يې تعقیب کړي.
د دښمن د وارخطايي بله علامه داده چې همدا تیره شپه د غزني په دیک ولسوالۍ سلیمانزو سیمه کې ددښمن یوه مهمه قرارګاه هم د بریدونو په نتیجه کې فتحه شوه، دښمن بې له دې چې مقاومت وکړي او یا له مرکز څخه ورسره د مرستې کوم اقدام وشي، ټول عسکر يې له یادې قرارګاه څخه وتښتيدل او قرارګاه يې په ټولیزه توګه د وسلو او مهماتو سره مجاهدینو ته په لاس ورغله.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۱۴۳۶/۱۲/۱هـ ق
۱۳۹۴/۶/۲۳هـ ش ــ 2015/9/14م

مخکینې مطلب

یمني ځواکونو د سعودي عربستان یوه چورلکه را نسکوره کړې ده

بل مطلب

کاپيسا کې ۳ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

ځانګړي مطالب

افغانستان

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
افغانستان

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
افغانستان

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
افغانستان

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
افغانستان

مزارشریف کې د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د سړک د کانکریټ کولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

نظرپوښتنه: د ولسمشر ټرمپ محبوبیت تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • اقتصادي معاونیت: د واخان دهلېز سړک چارې ۷۴ سلنه بشپړې شوې او د روان کال تر پایه به بشپړې شي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com