کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۳۰ وری، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې د لبنان-اسراییلو پر پوله د “الجلیل” ښارګوتي اړوند سیمه کې د حزب الله د اسلامي مقاومت ځواکونو د صهیونیستي اشغالګرو پر یوې پوځي اډې د بې پیلوټه الوتکې برید کړی، چې په پایله کې یې د لومړنیو راپورونو له مخې ۱۹ تنو اسرايیلي پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د مقاومت اړوند المیادین تلویزیوني شبکې خبر ورکړی، دغه برید نن سهار وختي ترسره شوی، مسؤلیت یې حزب الله اسلامي غورځنګ منلی ده او د برید ویډیو د الجزیرې په ګډون ګڼو نړېوالو رسنیو خپره کړې ده.
د ویلو ده، چې صهیونیستي غاصب ريژیم تر اوسه خپل لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو څه نه دي ویلي؛ خو المیادین تلویزیوني شبکې خبر ورکړی، چې د حزب الله په برید کې ۱۰ تنه اسرائیلي پوځيان وژل شوي دي.

















