کابل ټکی کام (شنبه، ۱ ثور، ۱۴۰۳ل)
له غزې ورکړل شوي راپورونه وایي، چې د فلسطین مقاومتي ډلو سره په نښتو او چاودنو کې ګڼ شمېر صهیونیستي پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. فلسطیني سرچینو “الأقصی، المیادین او المنار” خبري آژانسونو ته ویلي، چې د غزې تړانګې په شمال کې حماس ځواکونو سره په نښتو کې ۳ اشغالګر اسراییلي پوځیان وژل شوي او ۱۱ تنه نور ټپیان دي. دغه راز د “سرایة القدس” قدس لېوا سرچینو خبر ورکړی، چې د غزې تړانګې په مرکزي سیمو کې یې د صهیونیستي اشغالګرو درې ټانکونه په چاودېدونکو توکو الوځولي، چې په پایله کې یې ۷ اشغالګر پوځیان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي. باید وویل شي، چې صهیونیستي ريژیم خپل لوري ته د اوښتو تلفاتو په اړه تر ډېره څه نه وایي؛ خو یو اسراییلي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط “عبراني” رسنیو ته ویلي، چې په تېرو ۷۲ ساعتونو کې یې د غزې تړانګې په بېلا بېلو برخو کې ۷ پوځیان وژل شوي دي.

















