کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲ ثور، ۱۴۰۳ل)
د عراق د اسلامي مقاومت غورځنګ “حشدالشعبي” ادعا کړې، چې د اسراییلو په جنوب کې یې پر درې مهمو پوځي اهدافو د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.یادې ډلې د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې عملیات یې بریالي و او صهیونیستي ريژیم ته یې د سر او مال درانه زیانونه رسولي دي. اعلامیه کې راغلي: زموږ بریدونه د د اسرائیلو له خوا د بې دفاع فلسطینیانو د وژلو په غبرګون کې ترسره شوي دي. یادې ډلې ګواښ کړی ده که صهیونیستي ريژیم پر غزې تړانګه کې خپل وحشیانه عملیات پای ته و نه رسوي پر وړاندې به یې د دوی بریدونه هم دوام لري. د یادونې وړ ده، چې العربیه نړېوالې تلویزیوني شبکې ته اسراییلي چارواکو ویلي، چې د عراقي وسله والې ډلې “حشدالشعبې” د تېرې شپې په بریدونو کې یو تن وژل شوی او ځینې سیمو ته یې مالي زیانونه اړولي دي.

















