کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲ ثور، ۱۴۰۳ل)
د ترکیې ولسمشر “رجب طیب اردغان” د حماس اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر له مشر “اسماعیل هنیه” سره په کتنه کې یو ځل بیا له حماس غورځنګ څخه خپل ملاتړ اعلان کړی، د اسراییلي ريژیم پر وړاندې یې د یادې ډلې مقاومت ستایلی او په خبره یې د فلسطین راتلونکي دولت کې به حماس مهم رول لري. اسماعیل هنیه چې د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ یې د ولسمشر اردغان په رسمي بلنه ترکیې ته تللی د فلسطین په قضیه کې یې د ترکیې د ولسمشر او ملت له څرګند ملاتړ مننه کړې او ولسمشر اردغان سره یې د خبرو پر مهال ویلي، چې فلسطین ولس کله هم د ترکیې ملاتړ نه شي هیرولی. ولسمشر اردغان اسماعیل هنیه ته د زامنو او لمسیانو د شهادت تسلیت ویلی او نتنیاهو یې یو ځل بیا نړېوال ترهګر بللی دی. ولسمشر اردغان یو ځل بیا ټینګار کړی، چې اسراییلو سره د مبارزې لپاره باید د الفتح په ګډون ټولې فلسطیني ډلې خپل اتحاد وساتي، ځکه بریالیتوب هغه مهال تر لاسه کېږي، چې یو والی شتون ولري. د یادونې وړ ده، چې ولسمشر اردغان هنیه سره په خبرو کې ویلي، چې نتنیاهو به حتماً یوه ورځ محکمې ته را کاږي ترڅو د زرګونو فلسطینانو د قتل عام ځواب ووایي.

















