کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲ ثور، ۱۴۰۳ل)
د حماس اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر مشر او د فلسطین د خپلواکې اداري پخواني لومړي وزیر “اسماعیل هنیه” د ترکیې پلازمېنه انقره کې خبریالانو سره د خبرو پر مهال ویلي، چې د فلسطیني ولس حوصلې لوړې دي او کله به هم د تسلیمۍ بیرغ پورته نه کړي.د هنیه په خبره نړېوالو ته د اسراییلو اصلي څېره بربنډه شوې، اوسمهال د انزوا په حال کې دي او له امریکا پرته یې نور هېڅوک ملاتړ نه کوي. هنیه د خپلو خبرو پر مهال یو ځل بیا ټینګار کړی، چې اسراییلو سره یوازې هغه مهال خبرې نتیجه ورکوي، چې زموږ شرطونه ومني. هنیه یو وار بیا د حماس غورځنګ شرایط اعلان کړي، چې په لاندې ډول دي: ۱- د غزې په ګډون له ټولو اشغالي سیمو د اسراییلي اشغالګرو بشپړ وتل ۲- د غرې محاصره پای ته رسول ۳- غزې او اړوندو سیمو ته د خوراکي توکو، درملو او نورو اړوندو مرستو د رسولو اجازه ورکول ۴- خپلو مېنو ته د بې ځایه شویو بېرته ستنیدل. د هنیه په خبره د بندیانو په تبادلې د اوس لپاره خبرې امکان نلري. د یادونې وړ ده، چې د اسماعیل هنیه په مشرۍ د حماس اسلامي غورځنګ یو لوړ پوړی پلاوی د ترکیې د ولسمشر اردغان په رسمي بلنه دغه هېواد ته تللی او د ولسمشر اردغان په ګډون یې د ترکیې له مهمو ملکي او پوځي چارواکو سره خبرې اترې کړي دي. ځینو سرچینو خبر ورکړی، چې ولسمشر اردغان غزې ته د امنیت ساتلو په موخه د ترکي ځواکونو د ورتګ وړاندیز هم کړی ده؛ خو تر اوسه په رسمي توګه ترکیې او حماس د یاد وړاندیز په هکله څه نه دي ویلي.


















