کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳ ثور، ۱۴۰۳ل)
د فلسطیني مقاومتي ډلې حماس د سیاسی دفتر مشر “اسماعیل هنیه” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې امریکا غزه کې د اوربند د رامنځته کېدو په مخکې تر ټولو ستر خنډ دی.د سپوتنیک د راپور له مخې، هنیه د ترکیې له دولتي خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي: «موږ موږ د ترکیې په ګډون د ځینو دوستو هیوادونو په غوښتنه او منځګړیتوب اسراییلي ريژیم سره خبرې پیل کړې وې؛ خو امریکا نه غواړي غزه کې جګړه پای ته ورسېږي. هنیه یوځل بیا ټینګار کړی، چې ځواکونه یې لوړ مرال لري له جګړې نه دي ستړي او د فلسطین تر بشپړې خپلواکۍ به وسله وال مقاومت او خپلې سیاسې مبارزې ته دوام ورکوي. د یادونې وړ ده، چې د اسماعیل هنیه په مشرۍ د حماس اسلامي غورځنګ یو لوړ پوړی پلاوی د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردغان په رسمي بلنه دغه هیواد ته تللی او د یاد هیواد له مهمو پوځي او ملکي چارواکو سره یې کتلي دي.


















