کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳ ثور، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې د غزې تړانګې په شمال کې د حماس ځواکونو په یو برید کې ۳ اسراییلي پوځیان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي. د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې “القسام” لېوا سرچینو رسنیو ته ویلي، چې درې اسراییلي ټانکونه یې د “یاسین ۱۰۵” توغندیو په وسیله ویشتلي، چې په پایله کې یې ۳ اشغالګر پوځيان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي. د یا دونې وړ ده، چې اسراییلي ريژیم تر اوسه خپل لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو څه نه دي ویلي؛ خو ځینو اسراییلي رسنیو خبر ورکړی، چې په غزې تړانګه کې یې نښتو او چاودنو کې یو شمېر پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې؛ خو د کره شمېرو په اړه یې څه نه دي ویلي.


















