کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳ ثور، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې د لبنان-اسراییلو پر پوله حزب الله ځواکونو سره نښته کې د صهیونیستي پوځ یو لوړ پوړی قوماندان وژل شوی. اسراییلي رسنیو خبر ورکړی، چې یاد قوماندان یې تېره ورځ د حزب الله ځواکونو برید کې ټپي شوی و، چې د سختو ټپونو له امله یې روغتون کې ساه ورکړی ده. که څه هم اسراییلي رسنیو د دغه قوماندان نوم نه دی په ډاګه کړی؛ خو دومره یې ویلي، چې د اسراییلي پوځ په لیکو کې یو تر ټولو مهم قوماندان و.


















