کابل ټکی کام (جمعه، ۷ ثور، ۱۴۰۳ل)
د یمني حوثیانو د پوځي څانګې
انصارالله مشر “عبدالمالک حوثي” د مقاومت اړوند “المیادین” تلویزیوني شبکې سره په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې، د یمني ځواکونو له ویرې د اسراییلو “ایلات” بندر په بشپړه توګه تړل شوی دی. د حوثي په خبره اسراییلي ريژیم د خوراکي توکو د واردولو په برخه کې له سختو ستونزو سره مخ دی او د ترکیې په ګډون ګڼو اسلامي او نورو هیوادونو ورسره تجارتي او ديپلوماتیکې اړېکې پرې کړي دي. د ویلو ده، چې حوثي یوځل بیا ټینګار کړی، چې د صهیونیستي ريژیم پر وړاندې به یې ځپونکي عملیات دوام لري او ګواښ یې کړی، چې د صهیونیستي ريژیم، امریکا او برېتانیا پر وړاندې به خپل عملیات د هند سمندر او بحرین سواحلو ته هم وغځوي.


















