کابل ټکی کام (یکشنبه، ۹ ثور، ۱۴۰۳ل)
د صهيونيستي رژيم د څارګرې ادارې “موساد” يو مهم چارواکی وايي، چې د ترکيې ولسمشر اردغان د اسلامي نړۍ د قيادت اخيستلو هڅه کوي او د لويې ترکيې د جوړولو په فکر کې دی. د موساد دغه چارواکي چې هويت يې پټ ساتل شوی اسرائيلي رسنيو ته ويلي، چې په ليبيا، آذربايجان، سوريې او سوماليا کې زرګونه ترکي پوځيان شتون لري او د دوي د معلوماتو له مخې عراق ته د ولسمشر اردغان په وروستي سفر کې انقرې له بغداد سره يو پټ ستراتيژيک تړون لاسليک کړي، چې عراق ته به پرمختللې وسلې ورکوي، عراقي ځواکونو ته به روزنه ورکوي او په بدل کې به يې عراق په خپله خاوره کې ۵ اډې ترکيې ته ورکوي. د اسرائيلي ترهګر رژيم دغه چارواکي دغه راز ويلي، چې ترکيې ته د حماس د سياسي دفتر د مشر اسماعيل هنيه سفر او ولسمشر اردغان سره يې کتنه له لاسته راوړنو ډکه وه او زموږ د معلوماتو له مخې ښايي هنيه د ولسمشر اردغان هغه غوښتنه منلې وي، چې غواړي غزه کې ترکي ځواکونه ځای پر ځای شي. د يادونې وړ ده، چې د اسرائيلو د څارګرې ادارې دغه چارواکي دا هر څه د لوي يهودي دولت د رامنځته کېدو په مخه کې ستر خنډ بللي دي او په خبره يې په اسلامي نړۍ کې د ولسمشر اردغان د محبوبيت کچه لوړه شوې ده.


















