کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۰ ثور، ۱۴۰۳ل)
د اسلامي امارت اقتصادي مرستیال، هرات ته د سفر په ترڅ کې د هرات – غور لویې لارې د جوړولو د چارو پرانیسته وکړه. اقتصادي مرستیال “ملا عبدالغني برادر اخوند” په همدې موخه جوړو شویو مراسمو ته ویلي، د ټرانسپورټ سکټور د هېواد په اقتصادي وده کې مهم رول لري او اسلامي امارت همدې اهمیت ته په کتو یاد سکټور یو له مهمو لومړیتوبونو بولي. نوموړي ویلي، د اسلامي امارت په راتګ د لویو لارو د بیارغونې کارونه پیل شوي، چې دغه سړک یې یو له مهمو، ملي او لویو پروژو څخه دی. د یادونې وړ ده، چې د هرات – غور سړک په دریو پړاونو کې جوړېږي، چې تېر کال یې لومړۍ برخه د ۲۵ کیلومټره په اوږدوالي سره پیل شوې وه. دغه ۳۸۰ کیلو متره اوږد سړک د غور د یوه کان په بدل کې رغول کېږي.