کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۰ ثور، ۱۴۰۳)
د راپورونو له مخې د عراق اسلامي مقاومت سازمان “حشدالشعبي” یو ځل بیا د اسراییلو په ستراتیژیک او بندري ښار “ایلات” د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي. یادې ډلې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې ځواکونو یې تېره شپه د اسراییلو په ایلات ښار د بې پیلوټه الوتکې بریدونه کړي، چې په پایله کې یې د یاد ښار په اړوندو سیمو کې د صهیونیستي ريژیم دوه مهم پوځي اهداف او یوه د تیلو ذخیره په نښه کړې ده. د عراق اسلامي مقاومت غورځنګ ویلي، چې عملیات یې بریالي و او په راتلونکې کې به هم د صهیونیستي ريژیم پر وړاندې خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي. د ویلو ده، چې دا لومړی ځل نه دی، چې د عراق اسلامي مقاومت سازمان په اسراییلو بریدونه کوي، بلکې تر دې وړاندې یې هم د اسراییلو په ګډون په سیمه کې د امریکا، برېتانیا او صهیونیستي ريژیم مهم اهداف په نښه کړي دي.