کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۰ ثور، ۱۴۰۳ل)
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د فلسطین په خاوره کې د اشغال له پای ته رسیدو پرته په سیمه کې امنیت او ثبات نه شي راتللی.
نوموړي ټینګار کړی، چې صهیونیستي ریژیم په سیمه کې د بې ثباتۍ اصلي سرچینه ده او په هیڅ ډول د سولې او ثبات رامنځته کېدو ته ژمنتیا نه لري. نوموړي امریکا هم تورنه کړې، چې په ښکاره غزه کې د اوربند چیغې وهي؛ خو په پټه د غزې تړانګې د فلسطنیانو د وژلو لپاره اسراییلو ته وسلې ورکوي او حتی اسراییل د فلسطیني ولس وژلو ته هڅوي، چې ښکاره بېلګه یې رفح کې صهیونیستي ريژیم ته د عملیاتو پیلولو اجازه ورکول دي. نوموړي یوځل بیا ټینګار کړی، چې د فلسطین د راتلونکي په اړه هره پرېکړه باید پخپله د فلسطین خلک وکړي.


















