کابل ټکی کام (جمعه، ۱۴ ثور، ۱۴۰۳ل)
د یمني حوثیانو بنسټګر او روحاني مشر “عبدالمالک حوثي” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د فلسطینانو په ملاتړ او د اسراییلو پر ضد د امریکا په پوهنتونونو کې له لاریون والو سره د بایډن ادارې ناوړه چلند د دیموکراسۍ اصلي بڼه وښودله.
د حوثي په خبره نړۍ د سخت تاوتریخوالي او د محصلینو او استادانو د نیولو پر مهال د وهلو ټکولو شاهده ده؛ خو د دیموکراسۍ علمبردارانو خاموشي اختیار کړې ده او هیڅ کوم غبرګون نه ښیي.
د نوموړي په خبره د محصلينو سوله ييز لاريون د امريکايي چارواکو ذلت او د هغو ادعاوو دروغ ښکاره کړل، چې ګواکې دوی د د یموکراسۍ اساساتو او بشري حقونو ته ژمن دي.
د ویلو ده، چې د حوثیانو دغه لوړ پوړی مشر داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د امریکا په ګډون د نړۍ په لر او بر کې د پوهنتونونو، ښونځیو محصلین او د ځینو سوداګریزو ادارو غړي د اسراییلو ضد او د فلسطنیانو په ملاتړ لاریونونه کوي؛ خو د امریکایي پولیسو لخوا د لاریونونو د ځپلو لړۍ روانه ده او تر دا مهاله ۲۰۰۰ زره لاریون کوونکي نیول شوي دي.


















