ترکیه: له اسراییلو سره مو ټولې ديپلوماتیکې او سوداګریزې اړېکې ځنډولي

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۴ ثور، ۱۴۰۳ل)

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې له اسراییلو سره یې ټولې ديپلوماتیکې او سوداګریزې اړېکې ځنډولې دي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر یوې خبري ناستې ته د خبرو پر مهال ویلي، چې یادې اړېکې د ولسمشر اردغان په امر ځنډول شوې دي.

له بل پلوه د اسراییلو د بهرنیو چارو وزیر “اسراییل کاټز” د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تورن کړی چې د اسراییل د صادراتو او وارداتو په بندولو سره یې د دواړو هېوادونو ترمنځ تړونونه مات کړي‌ دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ترکیې د تېرې اپریل میاشتې په لومړیو کې اعلان کړی و، چې اسراییلو ته یې صادرات محدودي کړي‌.

د ویلو ده، چې پر غزې تړانګې د اسراییلي ترهګر ريژیم د حملو له پیل وروسته ترکیې په لومړي قدم کې له خپلې خاورې د اسراییلو سفیر شړلی و، چې په ځواب کې یې اسراییلو هم د ترکیې سفیر له خپل هیواد څخه وویست.

مربوطه مطالب

Back to top button