کابل ټکی کام (شنبه، ۱۵ ثور، ۱۴۰۳ل)
د میډل ایسټ ورځپاڼې مدیر “ديفيد” په یوه خپره شوې مقاله کې ویلي، چې حماس اسلامي غورځنګ د فلسطیني ولس زړونو کې ځای لري. نوموړی لیکي: د لومړي ځل لپاره فلسطنیان د یو داسي قیادت أو رهبرۍ خاوندان شوي، چې ددوی له اساسي غوښتنو څخه تنازل ته نه دي تیار او دا یو داسې قیادت دی چې د فلسطیني ولس احترام یي ګټلی دی. دغه ورځپاڼه وایي، چې حماس به تر جګړې وروسته د فلسطین په سیاست کې مهم رول لري، ځکه دوی اوس یوازې تر غزې نه دی محدود بلکې د رام الله ښار په ګډون چې د واکمن “الفتح” ګوند مرکز ګڼل کېږي د ټول فلسطین په کچه د حماس غورځنګ د محبوبیت کچه ورځ تر بلې د لوړېدو په حال کې ده. یاده ورځپاڼه وایي، چې د زرګونو فلسطنیانو تر وژل کېدو، د زرګونو نورو تر ټپي کېدو او د غزې تر ویجاړۍ وروسته هم فلسطیني ولس د حماس ملاتړ کوي، ځکه دوی پوهیږي، چې حماس د دوی د دفاع جګړه کوي او دا یو داسې فکر ده، چې حماس بریا ته رسولی شي. یادې ورځپاڼې دغه راز لیکلي، چې د واکمن الفتح ګوند په ځانګړي ډول د ولسمشر محمود عباس د محبوبیت کچه کمه شوې او ان د الفتح ګوند ځوان فعالان د حماس ملاتړ کوي.


















