کابل ټکی کام (شنبه، ۱۵ ثور، ۱۴۰۳ل)
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د اشغال شوي فلسطين بندرونو ته تلونکې ټولې بيړۍ يې نظامي هدف دی. نوموړي المیادین خبري آژانس سره خبرو کې ویلي، چې ځواکونه به یې تر هغه د دوښمن بېړۍ هدف ګرځوي ترڅو، چې پر غزې د صهیونیستي ريژیم او پر یمن د امریکا او برېتانوي اشغالګرو بریدونه روان وي. یحیی سریع دغه راز ادعا کړې ده، چې تېره شپه یې د امریکا یوه پوځي بېړۍ یې په نښه کړې او درانه زیانونه یې ورته رسولي دي. د ویلو ده، چې د یمني ځواکونو ویاند د یمن پر پلازمینې صنعا د امریکایي او برېتانوي اشغالګرو د تېرې شپې په بریدونو کې د خپلو ۵ تنو جنګیالیو د وژل کېدو خبر هم تائید کړی او د غچ اخیستلو ګواښ یې کړی ده.


















