کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۰ ثور، ۱۴۰۳ل)
د یمن د اسلامي مقاومت سازمان “انصارالله” د یوې اعلامیې په خپرولو سره حماس اسلامي غورځنګ ته په خطاب کې ویلي، چې د سولې خبرې دوکه ده جګړې ته دوام ورکړئ. یاد سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې امریکا غزه او رفح کې د بې ګناه فلسطنیانو په وژلو کې لاس لري او د منځګړي رول نه شي ادا کولی. د یا غورځنګ په اعلامیه کې راغلي: موږ به په سره سمندرګي، عدن خلیج، بحرین خلیج او د هند په سمندر کې د امریکا، اسراییلو، برېتانیا او نورو دوښمنو هېوادونو د بېړیو ویشتلو ته دوام ورکوي. اعلامیه کې د اسلامي نړۍ حاکمان د امریکا غلامان بلل شوي او ګواښل شوي که د امریکا-اسراییلو له دوستۍ څخه برائت اعلان نه کړي یمني ځواکونو به یې اهداف په نښه کړي. د ویلو ده، چې د یمن د اسلامي مقاومت سازمان داسې مهال حماس د جګړې د دوام سپارښتنه کوي، چې اسراییلو تېره شپه او نن سهار هم په رفح خپلو وحشیانه هوایي بریدونو ته دوام ورکړی، چې تر اوسه پکې تر ۳۰۰ ډېرو فلسطنیان شهیدان شوي دي.