کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۰ ثور، ۱۴۰۳ل)
د یمن وسله والو ځواکونو خبر ورکړی، چې عدن خلیج کې یې دوه اسراییلي بېړۍ د بالستیک توغندیو په وسیله ویشتلي دي. د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” په یو ویډیویي پیغام کې ویلي: موږ د عدن په خلیج کې دوه اسراییلي کښتۍ د بالستیک توغندیو سره په نښه کړي دي. یحیی سریع زیاته کړې: د یمن وسله والو ځواکونو ” د عدن خلیج کې د “MSC DEGO او MSC GINA” په نومونو دوه اسراییلي بېړۍ په نښه کړي، چې په بشپړه توګه ویجاړې شوې دي. د یادونې وړ ده، چې جنرال یحیی سریع یوځل بیا خبرداری ورکړی، چې ځواکونه به یې پر غزې د صهیونیستي ريژیم د عملیاتو تر پای ته رسېدو په سره سمندرګي، عدن خلیج، د هند سمندر او بحرین سمندر کې د دوښمن پر وړاندې خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي.