کابل ټکی کام (شنبه، ۲۲ ثور، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې د لبنان-اسراییلو پر پوله د حزب الله اسلامي غورځنګ د ځواکونو برید کې ۳ تنه صهیونیستي پوځیان وژل شوي دي. د حزب الله اړوند “المنار” تلویزیوني شبکې خبر ورکړی، چې د حزب الله ځواکونو نن سهار د لبنان-اسراییلو په پوله کې د صهیونیستي پوځ پر یوې قرارګاه برید کړی او درنه مرګ ژوبله یې ور اړولې ده. د یادونې وړ ده، چې اسراییلي رسنیو هم د پوځي چارواکو په حواله د برید پخلی کړی؛ خو پکې د اوښتو تلفاتو په اړه یې څه نه دي ویلي.