محمد یحیی شهیدزوی
کله، چې په ۱۳۸۱ لمریز کال د امریکا په مشرۍ نړۍ وال صلیبي ائتلاف په افغانستان وحشیانه برید وکړ د عسکري جګړې ترڅنګ یې د فکري جګرې د پرمخ بیولو لپاره د مطبوعاتي مراکزو په رامنځته کولوهم ملیاردونه ډالر ولګول، چې په پایله کې یې په سلګونو رايوګانو، ټلویزیونونه او نورې چاپې رسنیو په هېوادکې نشرات لرل.
دغو رسنیو نه یوازې د اسلام خلاف صلیبي او فکري جګړه پرمخ وړله، بلکې د بې حجابۍ او فحشا خپراوي ته یې هم مقصودي کارویلی وو. ځینې نورې خصوصي رسنۍ هم وې، چې ظاهراً یې یوڅه اسلامي خپرونې لرلې؛ خو د ګوتو په شمار.
لله الحمد، چې د الله عزوجل په نصرت د اشغال په خاتمې او د فتحې په راتلو د اشغالګرانو او تالي څټو له تښتېدوسره هاغه بدلمني رسنۍ ، مطبوعاتي اربکیان او د ژورنالیزم د پاک مسلک ـ خو له بده مرغه د اشغال په موده کې همدې بدلمنو او مطبوعاتي اربکیانو او منافقینو سخت بدنام کړ ـ بدناموونکي هم شرمېدلي وتښتېدل؛ خو بهرکې ماتې خوړلو امریکایانو همدا بدلمني او بدلمنې بیا سره راټول کړل او د اسلام خلاف یې بیا و ګومارل، چې یو په کې ” افغانستان انترشنال” هم دی.
دې مطبوعاتي ممافقینو داځل په ډېره عقده مندانه توګه یوځل بیا د ژورنالیزم ټول اصول او اخلاق تر پښولاندې او د اسلام خلاف یې لومړی له انګلستان او وروسته له امریکاڅخه هم نشرات پیل کړل.
که څه هم دوی وایي، چې رسنیز فعالیت یې په ژورنالیستیکي معیارونو برابردی؛ خو هغه څوک، چې په ژونالیزم او مسلک باندې یې پوهېږي، پوهېږي چې دوی نه یوازې حد اقل آن له پخوانه هغه خپله بې طرفي نه ده حفظ کړې، چې ژورنالیزم کې یو مهم اصل دی، بلکې د ژورنالیزم ټولو معیارونوته یې سپکاوی کړی دی.
له دې نویو محدویتونوسره به که څه هم د هغوی خپرونې ډېرې اغېزمنې نه شي، ځکه نشرات یې له بده مرغه د مثنوي سپوږمکۍ له لارې دي؛ خو که څیړونکي او عام افغانان پر یادې بدنامې او اسلام ضد رسنۍ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د تازه بندیزونو په برخه کې عملي همکاري وکړي په یقین سره ویلی شو، چې دلته به یې خبري سرچینې( منابع) څه ناڅه وچې شي.
صحافت / خبریالي/ ژورنالیزم، چې د غیرِ مسلمو له نظره بې طرفه مسلک دی؛ خو د اسلام له نظره باید بې طرفه نه وي، بلکې هرڅه باید د اسلامي شریعت له کړکۍ څخه ترڅېړنې (خبري پوښښ) لاندې ونیسي، په دې صورت کې دا سپېڅلی مسلک افغانستان کې اوس باید له هر ډول غربي اغېزو او د پخوانیو اربکي مطبوعاتیانو له شتون څخه باید پاک کړای شي، ځکه د اسلامي امارت په شتون او حاکمیت کې اوس هم له بده مرغه ځینې هغه پخوانۍ بدنامې څېرې په رسنیز فعالیت کې شتون لري او همدا د ړستونې لاندې عقده یي ماران بهرکې دښمانوته ښایي په پته خام مواد هم په لاس ورکړي.
د اسلامي امارت دا پرځای اقدام د مؤمن او جهاد پال ملت له تاوده هرکلي سره مخ شوی؛ خو باید پخوا شوی وای.
موږ یوځل بیا په مربوطه مسؤلینو غږ کوو، چې له کورنیو او بهرنیو دښمنانوسره د فکري او فرهنګي هر اړخیزې او مؤثرې مبارزې لپاره جهاد او د اسلامي نظام اهدافوته ژمن مجاهد صحافیان (ژورنالستان) باید و روزل شي او الحمدلله د ډېرو مجاهدینو په شتون کې دا کارسخت هم نه دی.
ان شآءالله.